په نړۍ کې له لوږې سره د مخ کسانو شمېر له ۸۰۰ میلیونو اوښتی دی

0
101

په نړۍ کې له لوږې سره د مخ کسانو شمېر له ۸۰۰ میلیونو اوښتی دی

د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې د تېر او وړم کال په پرتله په نړۍ کې له لوږې سره د مخ یا له دې پدیدې د متاثرو کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.

 

(2022 / 7 / 8 /    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په نړۍ کې له لوږې سره د مخ کسانو شمېر له ۸۰۰ میلیونو اوښتی دی. د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي چې د تېر او وړم کال په پرتله په نړۍ کې له لوږې سره د مخ یا له دې پدیدې د متاثرو کسانو په شمېر کې ډېروالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې راځي چې همدا اوس په نړۍ کې ۸۲۸ میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي.

دا شمېره د ټولې نړۍ د نفوس ۹،۸ سلنه برخه جوړوي. ملګري ملتونه وایي چې تېر کال دا سلنه ۹،۳ او وړم کال دا شمېره ۸ سلنې ته رسېده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ دمګړی په نړۍ کې له لوږې سره مخ کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او ددغه ستونزې د دایمي حل اړتیا لیدل کېږي.

Leave a reply