کندهار کې د انګورو حاصلات ډېر شوي

په کندهار کې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د انګورو حاصلات ډېر شوي دي.
له کندهار څخه د ځايي سرچينو د معلوماتو پر بنسټ سږ کال به په دې ولايت کې د ۲۰ زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکې له تاکونو څخه شاوخوا ۲۵۰ زره ټڼه انګور راټول شي چې دا تېر کال په پرتله د انګورو د حاصلاتو ډېروالی ښيي.
ځايي بڼوالان او بزګران له دې چارې خوښ دي او له مسؤلينو غوښتنه لري چې دوی سره دې د بازارموندنې او سړو خونو د جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
دوی زياتوي په دې کار سره به نه يوازې د د انګورو حاصلات لا ډېر شي، بلکې د هېواد او په ځانګړي ډول د کندهار پر اقتصادي وضعيت به مثبت اغېز وکړي.
کندهار يو له هغو ولايتونو دی چې انګور يې د هېواد په کچه خورا مشهور دي او په نړيوال مارکېټ کې هم ښه پېرودونکي لري.





