کرزي په کابل کې د يوناما له چارسمبالي سره ليدلي

0
81

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د افغانستان د چارو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سياسي مرستيال او د يوناما چارسمبالي مارکس پوټزل سره ليدلي دي.

حامد کرزي په افغانستان کې د یوناما چارسمبالي په توګه د ښاغلي پوټزل پر ټاکلو خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې نوموړی په هېواد کې د دوو پړاوونو لپاره د جرمني د سفير په پاتې کېدو سره د افغانستان د وضعيت او خلکو په اړه ښه معلومات لري.

د نوموړي له ټوېټر پاڼې څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تعارفي ناسته کې دواړو لوريو د هېواد او سيمې په روانو حالاتو خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، کرزي په دې ليدنه کې ويلي چې د ملي خبرې اترو پيل د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات د دوام لپاره يوازينۍ حل لاره ده.

پخواني ولسمشر همداراز په خپلو خبرو کې له شپږمو ټولګيو څخه پورته د د افغان نجونو د تګ د پيلېدو باندې ټينګار کړی او ويلي يې دي چې افغان مېرمنې بايد بېرته خپلو کارونو او دندو ته راوګرځي.

Leave a reply