د مسلمانانو يو افغان روحاني مشر په هند کې ووژل شو

0
157

د هند په مهاراشترا ايالت کې د مسلمانانو يو افغان روحاني مشر خواجه سعيد ظريف چشتي د نامالومه وسله والو کسانو لخوا وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې نوموړی په خټه افغان او د ځايي وګړو له لوري د (صوفي بابا) په نامه مشهور ؤ.

راپورونه زياتوي چې دغه ۳۵ کلن افغان روحاني مشر تېره ورځ سه شنبه ماښام د هند مهاراشترا ايالت اړوند په ناسيک ښار کې د ډزو په وسيله وژل شوی دی.

دغه پېښه داسې مهال کېږي چې په هند کې د مسلمانانو او غير مسلمانانو ترمنځ تاوتريخوالی په زياتېدو دی. دغه تاوتريخوالی هغه مهال پراخ شو چې د هند د واکمن ګوند يوې پخوانۍ وياندې په ټلويزوني خپرونه کې د اسلام مبارک دين ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی وکړ.

دغې پېښې د هند د مسلمانانو په ګډ‌ون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خلکو پراخ او توند غبرګونونه راوپارول. حتی په ځينو هېوادونو کې له هند سره د ډيپلوماتيکو اړيکو د پرې کېدو غوښتنه هم وشوه.

په ورته وخت کې د هند سترې محکمې څو ورځې وړاندې د هند د واکمن ګوند له هغې وياندې چې د اسلام مبارک دين ستر پيغمبر ته يې سپکاوی کړی ؤ، وغوښتل چې ټلويزيون کې راڅرګنده شي او رسمي بښنه دې وغواړي.

Leave a reply