یونیسف: خوست او پکتیکا کې د زلزلې قربانیان شپېته سلنه یې ماشومان دي
یونیسف: خوست او پکتیکا کې د زلزلې قربانیان شپېته سلنه یې ماشومان دي
د دوی په وینا چې اوس هم له زلزلهځپلو سره د مرستو بهیر روان دی او د ملګرو ملتونو پر خوړ او روغتیايي مرستو سربېره د خلکو لپاره ګرځنده کلینکونه او بېړني تشنابونه جوړ کړي دي.
(2022 / 7 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په زلزلهځپلو کې ۶۰ سلنه ماشومان دي.
دې ادارې ویلي چې یوازې په برمل ولسوالۍ کې د مرګونې زلزلې له امله په ۳۶۲ زیانمنشویو کسانو کې ۶۰ سلنه ماشومان دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یونیسف ویلي له دغو کورنیو سره اوږدمهالې مرستې به وخت ونیسي، خو زیاتوي چې د اوس لپاره باید له دوی سره د لومړنیو مرستو لپاره هڅې چټکې شي.
د دوی په وینا چې اوس هم له زلزلهځپلو سره د مرستو بهیر روان دی او د ملګرو ملتونو پر خوړ او روغتیايي مرستو سربېره د خلکو لپاره ګرځنده کلینکونه او بېړني تشنابونه جوړ کړي دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي «محمد ایویا» پر ټویټر لیکلي چې په راتلونکو درریو میاشتو کې دوی زلزلهځپلو ته د رسېدنې په موخه یو پلان جوړ کړی چې په هغو کې به د زلزلهځپلو لپاره د کورونو د جوړولو او اوږدمهاله اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم هڅې کېږي.
اړوند موضوعات:
یونیسف خبر ورکړی چې د پکتیکا پۀ زلزله ځپلو سیمه کې خلک پۀ ډول ډول ناروغیو اخته شوي دي
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې یو مرګونې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۳ زرو ډېر نور یې ټپيان کړل.