بامیان؛ د پوهنې ریاست یو کارکوونکی د زنا پۀ تور نیولی شوی دی
بامیان؛ د پوهنې ریاست یو کارکوونکی د زنا پۀ تور نیولی شوی دی
په بامیان کې ځايي مسوولینو هم د بشر حیدري نیول کېدل تایید کړي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند «عبدالصبور فرزان سیغاني» ویلي: “زه دا نه شم تاییدولی چې بشر حیدري د زنا یا په کوم بل تور نیول شوی، خو تاسو کولای شئ چې د دې پیښې په اړه د استخباراتو له ریاست څخه معلومات ترلاسه کړئ.
(2022 / 7 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بامیان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست یو غړی له یوې ځوانې نجلۍ سره د زنا په تور نیول شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کس بشر حيدري نومېږي او د پوهنې ریاست د څارنې ادارې د رييس «مولوي اسلام الدين عثماني» نږدې کس ؤ.
ويل کيږي، یاد کس د يکشنبې په ورځ د چنګاښ په ١٢مه د باميانو د مرکز اړوند د سادات درې د بامسراي کلي په روغتيايي مرکز کې نیول شوی دی.
سرچينې زياته کړې چې د پوهنې رياست دغه کارکوونکي لومړى له يادې نجلۍ ته د یوه بست ژمنه ورکړې وه او وروسته یې زنا ته مجبوره کړې وه.