افغان لوبغاړي نوين الحق د انګلستان غوره ليګ کې ۵۰ وېکټې پوره کړې

0
223

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او چټګ توپ اچوونکی نوين الحق د انګلستان په ويټالټي بلاست شل اوريزو کرکټ سياليو کې لومړی توپ اچوونکی شو چې ۵۰ ویکټې پوره کوي.

نوموړي د همدې ليګ تېر پړاو سياليو کې ۲۶ او سږکال یې ۲۴ ویکټې اخیستې دي چې ټولې ۵۰ وېکټې کېږي.

افغان لوبغاړی نوين الحق د دغه ليګ له لېسيټشراين فوکسس لوبډلې سره لوبېږي چې تر دې دمه د دغه ليګ مخکښ توپ اچوونکی دی چې له ۲۳ پورته ډېرې وېکټې يې اخيستي دي.

د انګلستان په ويټالټي بلاست سياليو کې د نوين الحق ترڅنګ درې نور افغان لوبغاړي، راشد خان، ظاهر خان او قيس احمد هم لوبېږي.

هېره دې نه وي چې تمه د افغانستان کرکټ غوره ليګ يا شپږيزه سيالۍ هم په روانې ميلادې مياشت کې په کابل کې پيل شي. په دغه ليګ ۸ لوبډلې شاملي دي چې د مخکښو افغان لوبغاړو ترڅنګ به پکې کورني تکړه لوبغاړي هم ولوبېږي.

Leave a reply