ډنمارک کې وسله وال بريد؛ ۲۲ کلن شخص په وژلو تورن شو

0
151

د راپورونو له مخې ۲۲ کلن ډنمارکی چې رواني ستونزه لري، د تېرې شپې په پېښه کې د ۳ کسانو په وژلو تورن شو.

وژل شوي کسان دوه يې ډنمارکيان ؤ چې دواړو ۱۷ کاله عمر درلود او بل يې ۴۷ کلن روسی دی.

د قاتل محکمه نن د تړلو دروازو ترشاه ترسره شوه او د قاضي په غوښته د قاتل او مقتولينو نومونه نه دي رسنيز شوي.

د ډنمارک امنيتي چارواکي وايي چې قاتل رواني ناروغي لري او څېړنې ښيي چې ياد شخص هېڅ ډول ترهګريزه مخينه نلري.

ډنمارک کې د دغې پېښې له يو شمېر کسان ټپيان شوي هم دي چې د ځینو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

په ورته وخت کې د دې هېواد مشرانو دغه پېښه بوږنوونکې بللې ده او د پېښې قربانيانو او ټپيانو په هکله يې خواشيني ښودلې ده.

Leave a reply