د شپږيزې کرکټ ليګ د پيل لپاره هراړخيز چمتووالی نيول شوی

0
181

د افغانستان د کرکټ غوره ليګ يا شپږيزه سيالۍ چې تمه ده د روان کال د جولای مياشتې په ۱۸مه پيل شي، هر اړخيز چمتووالی ورته نيول شوی دی. دغه سیالۍ به د اګسټ تر پنځمې نېټې پورې دوام وکړي.

د شپږيزې کرکټ سيالۍ به د کابل په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې د افغانستان ملي سپورټ يې په ژوندۍ بڼه خپروي.

د افغانستان کرکټ بورډ مسؤلين وايي چې د دغو سياليو لپاره ټول چمتووالی نيول شوی دی.

د کرکټ بورډ فېسبوک پاڼې له مخې، دغې ادارې نن د افغاستان ملي سپورټ سره هغه هوکړه ليک هم لاسليک کړ چې له مخې به يې يادې سيالۍ په ژوندۍ بڼه له همدې ټلويزوني چينله خپرې شي.

د شپږيزې کرکټ ليګ اتم پړاو سیالۍ د اته لوبډلو په ګډون سره ترسره کېږي چې د نوموتو افغان ستورو په شمول به د کورني کرکټ ډېره برخه لوبغاړي هم پکې ولوبېږي.

دغه ليګ کې به په تېرو کلونو کې د نورو هېوادونو کرکټ لوبغاړو هم برخه اخيسته، خو دا چې سږ کال به د کومو هېوادونو او په څومره شمېر بهرني لوبغاړي پکې ولوبېږي، لا جوته نه ده.

Leave a reply