له يو شمېر افغان محصلينو سره د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير ليدنه

0
173

د افغانستان د ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په کابل کې له ګڼو افغان محصلینو سره وکتل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، دغو محصلینو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر څخه غوښتنه وکړه چې په هند کې د افغان زده کړیالانو په ټپه درېدلو درسونو د بیا پیل او زده کوونکو سره د ویزو او تللو په برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي احمد ليکلي، د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې محصلین د هېواد پانګه وبلل او ډاډ یې ورکړ چې له هرې ممکنه لارې به هڅه کوي ترڅو زمینه برابره کړي چې افغان محلصین خپل نیمه پاتې درسونه بشپړ کړي.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند زياته کړې، د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير په ياده ناسته کې څرګنده کړه چې د افغان محصلینو ستونزو حل ورته لومړيتوب لري او په دې تړاو به اړوندو مسؤلینو ته دنده وسپاري چې له هند سفارت سره د محصلینو غوښتنې شرېکې کړي او ستونزو ته حل لارې پيدا کړي.

د یادونې وړ ده چې په نړۍ کې د کرونا د خپرېدو له امله د نورو هېوادونو برسېره په هند کې هم د افغان محصلینو زده کړې په ټپه درېدلي وې چې لا هم په حضوري ډول نه دي پیل شوي.

Leave a reply