د افغان حاجيانو وروستۍ ډله سعودي عربستان ته ورسېده

د افغان حاجيانو وروستۍ ډله هم د سږني کال د حج د فريضې په مراسمو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته رسېدلې ده.
د افغانستان ا.ا د حج او اوقافو وزارت وايي چې سږ کال ټول ټاکل شوي (۱۳۵۸۲) تنه افغان حاجيان د سعودي عربستان مکې مکرمې ښار ته رسېدلي دي.
دغه وزارت زياتوي چې سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د استولو پروسه د هېواد له څلورو هوايي ډګرو څخه ترسره شوه.
د ياد وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د افغان حاجيانو د استولو پروسه خورا رڼه وه. د دغه وزارت په وينا سږکال چې کوم حاجيان سعودي عربستان ته لېږدول شوي ټول يې هغه کسان دي چې د کورونايي محدوديت نه مخکې ټاکل شوي ؤ.
په ورته وخت کې د حج او اوقافو وزارت سرپرست وزير مولوي نور محمد ثاقب په سعودي عربستان کې د افغان حاجيانو لپاره د ټاکل شويو ځايونو څخه له نږدې ليدلي او اړوندو مسؤلينو ته يې لارښوونه کړې چې افغان حاجيانو ته د حج فريضې د ادا کولو پرمهال ښه خدمات وړاندې کړي.
ويل کېږي دا لومړی ځل دی چې د عرفات په سيمه کې د افغان حاجيانو لپاره خېمه وهل کېږي.
د حرمينو شريفينو مسؤلين هم وايي چې د کورونا وبا له امله د رامنځته شوي محدوديت څخه وروسته د سعودي عربستان حکومت له لوري ټول محدوديتونه اوس لرې شوي او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي حاجيان اوس کولی شي چې په آرامه فضا کې خپل د حج مراسم ترسره کړي.





