د اسرائيل نوی لومړی وزير: ايران يو لوی ګواښ دی
د اسرائيل نوی لومړی وزير لاير لاپيډ په خپله لومړۍ ټلويزوني وينا کې ايران د خپل هېواد لپاره ترټولو لوی ګواښ ياد کړ.
نوموړي په دې وينا کې ويلي چې، موږ هر هغه ممکنه ګام پورته کړو چې وشي کولی اټومي وسلې د ايران د رسېدو مخه ډب کړي.
لاپيډ همداراز ټينګار کړی چې اسرائيل به اجازه ورنکړي چې ايران يې د هېواد پولو ته څېرمه ځای پرځای شي.
د اسرائيل نوي لومړی وزير همدارنګه ويلي چې، زه ټولو هغو کسانو ته چې زموږ د ورکېدو په هڅه کې دي، له غزې نيولې تر تهرانه او د لبنان له سواحلو نيولې تر سوريې پورې، ټولو هغوی ته وايم چې، موږ مه ازمويئ.
د اسرائيلو نوی لومړی وزير داسې مهال دغه توندې څرګندونې کوي چې د ايران د اټومي وسلې په اړه د امريکا متحده ايالتونو او ايران ترمنځ د خبرو اترو برخليک لا هم نامالوم دی.
ايران له ډېر وخته د دې په هڅه کې دی چې اټومي وسلې ته لاسرسی ولري، خو د امريکا او اسرائيل په ګډون ګڼ شمېر هېوادونه د دې چارې مخنيوی کوي او نه غواړي چې دغه هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا کړي.