کابل کې د علماوو ۳ ورځنۍ ناسته د ۱۱ ماده لرونکي پرېکړه ليک په صادرولو سره پايته ورسېده

0
207

د افغانستان پلازمېنې کابل کې د ا.ا.ا له لوري د علماوو ۳ ورځنۍ لويه ناسته چې د لويې جرګې په خيمه کې جوړه شوې وه، نن د ۱۱ ماده لرونکي پرېکړه ليک په خپرولو سره پايته ورسېده.

دغه غونډه چې د هېواد له ټولو ولايتونو څخه راغلو علماوو او قومي مخورو پکې ګډون لره، د ا.ا.ا عمومي مشر ملا هبت الله اخونزاده په شمول پکې لوړو پوړو چارواکو برخه واخيسته.

د علماوو او قومي مخورو له لوري د ۱۱ ماده لرونکي پرېکړه ليک مهمې برخې په لاندې ډول دي:

د اسلامي نظام ملاتړ، د ا.ا.ا د حکومت مشر سره بیعت، د ا.ا.ا د حکومت د رسمیت پېژندلو غوښتنه، د ا.ا.ا د حکومت د مشر له لوري د نشه یي موادو د کرکېلې د مخنیوي فرمان ملاتړ، د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان خاورې نه کارول او د نورو هېوادو د مداخلې نه کولو غوښتنه، د ا.ا.ا د حکومت پرضد وسله وال قیام فساد ګڼل، له داعش سره اړیکې فساد ګڼل او پر ضد یې مبارزه، د هغو دیني عالمانو د خبرو د مخنیوي غوښتنه چې د ا.ا.ا د حکومت خلاف دي، د لږکیږ او ښځو حقونو خوندي کول، د طالبانو ترمنځ اتفاق او هېواد ته ستانه شویو کسانو ته خبرداری چې مغرضانه کارونه دې نه کوي.

Leave a reply