د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير د قطر د ملي امنيت سلاکار سره ولیدل

0
209

د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي چې د يو پلاوي په مشرۍ د قطر پلامېنې دوحې ته تللی، تېر ورځ يې د قطر د ملي امنيت سلاکار ښاغلي محمد بن احمد المسند سره ليدلي دي.

په دې ناسته کې دواړو لوريو پر ګڼو مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي.

د يادونې وړ ده چې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير تېرو ورځو کې د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو له ځانګړي استازي، د برېتانيا هېواد استازي او ګڼو نورو اروپايي هېوادونو له استازو او سفيرانو سره هم ناستې لرلې دي.

دغه ناستې داسې مهال ترسره کېږي چې په پلازمېنه کابل کې د افغانستان له ټولو ولايتونو څخه د علماوو او مخورو درې ورځينۍ لويه ناسته لا هم د لويې جرګې خېمې په تالار کې دوام لري او تمه ده نن پايته ورسېږي.

د افغانستان ا.ا د بهرنيو چارو سرپرست وزير څو ورځې وړاندې د يو پلاوي په مشرۍ قطر ته ولاړ. د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼه کې ويلي ؤ چې په دغه سفر کې به ياد پلاوی د امريکا په ګډون د ګڼو اروپايي او نورو هېوادو له استازو سره وګوري او په يو لړ مهمو موضوعاتو به خبرې اترې ولري.

Leave a reply