ایران یو ځل بیا امریکا سره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی

ایران یو ځل بیا امریکا سره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی
ایران او امریکا یو بل د دغو خبرو اترو په نه پرمختګ کې پړ بولي. واشنګټن ویلي چې ایران غیر مرتبطې مسلې راپورته کوي خو تهران وايي د ایران د اقتصادي ګټو په نه تضمین سره امریکا د خبرو لپاره لوی خنډ جوړوي.
(2022 / 7 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وايي، د نړۍ له سترو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې د بیا احیا کولو په برخه کې د وروستیو خنډونو د لرې کولو په خاطر له امریکا سره نورو غیر مستقیمو خبرو ته چمتو دی.
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې د ایران مذاکره کوونکی ټیم یوې هوکړې او نتیجې ته د رسېدو لپاره رغنده تعامل ته چمتو دی. تخت روانچي دا څرګندونې داسې وخت کړې چې په قطر کې د ایران او امریکا تر منځ خبرې ناکامه شوې.
اړوند موضوعات:
دوحه کې د امریکا او ایران اټومي مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي دي
ایران او امریکا یو بل د دغو خبرو اترو په نه پرمختګ کې پړ بولي. واشنګټن ویلي چې ایران غیر مرتبطې مسلې راپورته کوي خو تهران وايي د ایران د اقتصادي ګټو په نه تضمین سره امریکا د خبرو لپاره لوی خنډ جوړوي.






