دوحه کې د امریکا او ایران اټومي مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي دي  

0
84

دوحه کې د امریکا او ایران اټومي مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي دي

د سرچینې په خبره ایران پایلې ته رسېدل نه غواړي، هغه مسایل را مخ ته کوي چې میاشتې مخکې ورباندې خبرې شوې دي او حل وو، خو دوی بیا بیا ورباندې خبرې کوي، د کلونو مخکې موضوعات او داسې مسایل را وړاندې کوي چې له اټومي تړون سره هېڅ اړیکه نه لري.

 

(2022 / 6 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا او ایران غیر مستقیم مذاکرات یو ځل بیا بې پایلې پای ته رسېدلي دي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، لکه اروپايي ټولنه چې هیله منه وه مذاکرات هومره ښه مخ ته لاړل نه.

له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وایي چې له ایران سره مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.

د سرچینې په خبره ایران پایلې ته رسېدل نه غواړي، هغه مسایل را مخ ته کوي چې میاشتې مخکې ورباندې خبرې شوې دي او حل وو، خو دوی بیا بیا ورباندې خبرې کوي، د کلونو مخکې موضوعات او داسې مسایل را وړاندې کوي چې له اټومي تړون سره هېڅ اړیکه نه لري.

امریکا وایي دا ایران دی چې باید پرېکړه وکړي او مذاکرات پایلې ته ورسوي.  د ایران او امریکا ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات تېره ورځ په دوحه کې پيل شوي وو.

Leave a reply