امریکا سره مذاکرات؛ د نجونو ښوونځي او د افغانستان اقتصادي ثبات یې عمده ټکي دي
امریکا سره مذاکرات؛ د نجونو ښوونځي او د افغانستان اقتصادي ثبات یې عمده ټکي دي
راپورونه وایي چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې زلزله ځپلو ته د مرستو پر رسولو هم بحث وشي. وړاندې تر دې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره به شاوخوا ۵۵ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
(2022 / 6 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټامس ویسټ په مشرۍ امریکایي پلاوی به د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان ا.ا لوړپوړي پلاوي سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو تن ویاند ویلي چې امریکا په افغانستان کې پر خپلو ګټو تمرکز لري او د دوی عمده غوښتنې له ترهګرۍ سره مبارزه، اقتصادي ثبات، بشري حقونه، خطر سره د مخ افغانانو مصوونیت او د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کېدل دي.
یاد امریکایي چارواکي ویلي چې دا اهداف د انزوا سیاست له لارې لاس ته نه راځي، نو اړینه ده چې پر موضوعاتو خبرې وشي او نتیجه لاسته راوړل شي.
راپورونه وایي چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې زلزله ځپلو ته د مرستو پر رسولو هم بحث وشي. وړاندې تر دې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره به شاوخوا ۵۵ میلیونه ډالر مرسته وکړي.
د یادونې ده چې مخکې تر دې واشنګټن پوسټ د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه آزاده او د مرکزي بانک په واک کې ورکړي.