عوامي نیشنل ګوند د اتحادي ګوندونو حکومت څخه د جلاکیدلو په اړه غور پیل کړې

0
81

باغی ټي وي رپورټ
عوامي نېشنل ګوند د وفاقي اتحادي ګوندونو حکومت له څخه د جلا کېدو غور پیل کړې دې.

دسرچينو له مخې د اېمل ولي خان په مشرۍ کې د عوامي نيشنل ګوند د مرکزي قيادت غونډه شوې چې پکې د ايتلافي حکومت په اړه په کړو ژمنو او عملي کولو خبرې شوې دي.

سرچينې زياته کړې چې د عوامي نيشنل ګوند مشرانو له واکمن ايتلاف څخه د جلا کېدو وړانديز کړى او په دې اړه د وروستۍ پرېکړې لپاره ايمل ولي خان له اختر وروسته د مرکزي مشرتابه غونډه رابللې ده.
دسرچينو له مخې د عوامي نيشنل پارټۍ مشرانو د ګوند مشر ته د واکمن ائتلاف څخه د جلا کېدو واک ورکړی دی.

د ANP سرچینو ویلي، چې د حکومت له خوا کړې ژمنې یوه هم نه ده پوره کړې او نه هم د حکومت کومه پرېکړه په اعتماد کې اخیستل شوې ده.

د یادونې ده چې په سندهه کښې د جمعیت علمای اسلام ف مشرانو د صوبایی حکومت په ضد د تحریک پیل کولو اعلان کړې دې.
د جے یو آئی مشر په یو بیان کښې ویل يدي چې چی بلدیاتی انتخاباتو کښي زمونږ په کارکنان ډزی شوی دی او زمونږ د خپلو کارکنانو خلاف ایف آئي آر درج کړے شوی دی.
راشد محمود سومرو ، د جې یو آیی ف ویاند د ګوند له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې د زرداري بهګاو، سنده بچاؤ تحریک دې پیل کړي.
د یادونې ده چې جې یو آیی ف په مرکز کښې د اتحادي حکومت برخه او ملاتړ کوي خو سندهه کښې ی د صوبایی حکومت په ضد د تحریک پیل کولو اعلان کړې دې.

نور خبرونه

جمعیت علمای اسلام ف د سندهه حکومت په ضد د تحریک پیل کولو اعلان کړې دې

Leave a reply