د الجزیرې د خبر پۀ اساس د پخوانیو فاسدو چارواکو لۀ لاسه میلیونه افغانان لۀ لوږې سره مخ دي 

0
153

د الجزیرې د خبر پۀ اساس د پخوانیو فاسدو چارواکو لۀ لاسه میلیونه افغانان لۀ لوږې سره مخ دي 

الجزیره انګلیسي په یوه راپور کې لیکي چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د حکومت په وروستیو کلونو کې له متحده عربي اماراتو نیولې بیا تر ترکیې او کلیفورنیا نوي جایدادونه اخیستي دي او د ساحلونو تر غاړې له آرام ژوند خوند اخلي.

 

(2022 / 6 / 30   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د پخواني حکومت فاسد چارواکي ښه ژوندونه لري، خو تر شا یې ميلیونونه له لوږې او قحطۍ سره مخ کسان پرېښودل.

الجزیره انګلیسي په یوه راپور کې لیکي چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو د حکومت په وروستیو کلونو کې له متحده عربي اماراتو نیولې بیا تر ترکیې او کلیفورنیا نوي جایدادونه اخیستي دي او د ساحلونو تر غاړې له آرام ژوند خوند اخلي.

سرچینه کاږي په پخواني حکومت کې مالي فساد او د میلیونونو ډالرو لا درکه کېدل ددې سبب شول چې نن میلیونونه افغانان له لوږې سره لاس او ګرېوان شي. دغه رسنۍ لیکي چې د پخواني حکومت فاسد چارواکي آرام ژوندونه لري، خو د دوی د فساد زیان میلیونونه هغو کسانو ته ورسېد چې په ټېټو چوکیو یې د خپل هېواد خدمت کاوه او د راتلونکې لپاره یې هیلې لرلې.

تر دې وړاندې هم د پخوانیو مفسدو چارواکو په اړه په رسنیو کې دغه ډول راپورونه خپاره شوي وو.

Leave a reply