د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امریکا سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امریکا سره د مذاکراتو لپاره قطر ته ولاړ
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړی به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او د امریکا د خزانې وزارت له مسوولینو سره پر سیاسي، اقتصادي او بانکي مضوعاتو خبرې اترې وکړي.
(2022 / 6 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ له امریکایي لوري سره د خبرو لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړی به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي او د امریکا د خزانې وزارت له مسوولینو سره پر سیاسي، اقتصادي او بانکي مضوعاتو خبرې اترې وکړي.
بلخوا واشنګټن پوسټ بیا د باوري سرچینو په حواله لیکلي چې دمګړی امریکا او د افغانستان نوی حکومت پر دې کار کوي چې څنګه وکړی شي د کنګل شوې شتمنۍ یوه برخه آزاده او په داسې صورت کې د مرکزي بانک په واک کې ورکړي چې د نوي حکومت چارواکي ورباندې کنټرول ونه لري او یوازې د افغان ولس لپاره وکارول شي.