پاکستان افغانانو لپاره د وېزې آسانولو ژمنه کړې ده 

0
109

پاکستان افغانانو لپاره د وېزې آسانولو ژمنه کړې ده 

نوموړي د ویزو ورکړې برخه کې د تغیراتو په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو وړاندې تر دې داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې له دې وروسته هر هغه څوک چې غواړي پاکستان ته لاړ شي باید د یو تن پاکستاني وګړي دعوتنامه له ځانه سره ولري.

(2022 / 6 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د دغه هېواد کابینې د افغانانو لپاره د اسانتیاوو په موخه د ویزو نوې کړنلاره تصویب کړې ده.

هغه زیاته کړې ده چې د ویزو ورکړې بهیر کې دا تغیرات یې د ویزو برخه کې د اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د نږدېوالي په موخه راوستي دي.

شهباز شریف څرګنده کړې ده چې دوی به د وېزو د ورکړې بهیر اسانه کړي څو وکولی شي له یوه اړخه افغانانو سره مرسته وکړي او له بله اړخه له مرکزي اسیا څخه د پانګوونې او تجارت د جذب لپاره کار وکړای شي.

Leave a reply