ا.ا او چین د نیمګړو پروژو پر بیا پیل خبرې کړي دي 

0
161

وړاندې تر دې هم چین په وار وار افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر د ژر پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ډېر ژر به د چین او افغانستان ترمنځ هوایي دهلیز هم بېرته پرانیستل شي، دغه راز چینایي چارواکو ټینګار کړی و چې سږکال به له افغانستان څخه د جلغوزیو واردات هم دوه چنده ډېر کړي.

(2022 / 6 / 29    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان ا.ا او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د پلاویو ترمنځ انلاین ناسته شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې پر بشري مرستو، اقتصادي بیارغونې، افغان سوداګرو ته د ویزو پر ورکړې او د نیمګړو پروژو پر بیا پیل خبرې شوې دي.

Leave a reply