کاناډا کې لۀ بانک څخه د غلا هڅه؛ دوه غلۀ وژل شوي دي

کاناډا کې لۀ بانک څخه د غلا هڅه؛ دوه غلۀ وژل شوي دي

د نوموړي په خبره په دې پېښه کې شپږ پولیس هم ټپيان شوي دي چې روغتیایي وضعیت یې ښه دی. یاد پولیس چارواکي ویلي چې په سیمه ییز وخت ۱۱ بجو دوه وسله وال غله د سانیچ بانک ته ننوتل او وروسته یې پر پولیسو ډزې وکړې.

 

(2022 / 6 / 29   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کاناډایي چارواکي وایي چې د یاد هېواد په لویدیځ کې له یو بانک څخه د غلا پر مهال دوه غله وژل شوي دي. د کاناډا د سانیچ سیمې د پولیسو مشر ویلي چې درېیم شکمن غل تر اوسه پورې نادرکه دی او دوی یې د پیدا کولو په موخه د لټون عملیات پیل کړي دي.

د نوموړي په خبره په دې پېښه کې شپږ پولیس هم ټپيان شوي دي چې روغتیایي وضعیت یې ښه دی. یاد پولیس چارواکي ویلي چې په سیمه ییز وخت ۱۱ بجو دوه وسله وال غله د سانیچ بانک ته ننوتل او وروسته یې پر پولیسو ډزې وکړې.

هغه  زیاته کړې ده چې له ډزو وروسته، د بانک له شاوخوا ودانیو څخه خلکو ته د وتلو لارښوونه شوې ده ځکه چې د غلو په موټر کې چاودېدونکي توکي پیدا شوي دي.