ایران ویلي چې افغان پولې ته څېرمه یې یو سرتېری وژل شوی دی   

0
149

ایران ویلي چې افغان پولې ته څېرمه یې یو سرتېری وژل شوی دی 

ایراني چارواکو ویلي چې وسله والو اشرارو د افغانستان له لوري پر ایراني پوله ساتو برید کړی دی چې د دوی د پوځیانو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي او په متقابلو ډزو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

 

(2022 / 6 / 29   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران رسمي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې له افغانستان سره پولې ته نږدې یې له وسله والو سره په نښته کې یو پوله ساتی وژل شوی دی.

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی دی چې دا پېښه تېره ورځ ناوخته افغان پولې ته څېرمه د سیستان بلوچستان ولایت په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې یو پوځي وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي چې وسله والو اشرارو د افغانستان له لوري پر ایراني پوله ساتو برید کړی دی چې د دوی د پوځیانو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي او په متقابلو ډزو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

د یاد برید پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

Leave a reply