ا.ا د ملګرو ملتونو او ګالوپ موسسې راپور رد کړي 

0
93

ا.ا د ملګرو ملتونو او ګالوپ موسسې راپور رد کړي 

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغام کې ویلي چې په سرپل کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور بې بنسټه دی او په خبره یې هلته هېڅ ملکي وګړي ته په وروستیو عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

(2022 / 6 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

افغان حکومت د ملګرو ملتونو او ګالوپ موسسې وروستي راپورونه رد کړل. د افغان حکومت ویاندویان وایي چې یادو ادارو د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپاره کړي راپورونه د واقعیتونو پر بنسټ نه دي لیکلي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټ پیغام کې ویلي چې په سرپل کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور بې بنسټه دی او په خبره یې هلته هېڅ ملکي وګړي ته په وروستیو عملیاتو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر څنګ یې د حکومت یوه بل مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، ګالوپ په نامه یوې موسسې داسې راپور خپور کړی چې ګواکي ۷۴ سلنه افغان اندېښنې لري او ذهني نارامي ورسره مل ده.

د  ده په خبره دا راپور د واقعیتونو پر بنسټ نه دی لیکل شوی او په وینا یې د نوی حکومت په راتګ سره خلک په ارام، سکون او امنیت کې ژوند کوي.

Leave a reply