د امريکا په ټکزاس ايالت کې له يوې لارۍ د ۴۶ تنو مړي موندل شوي دي

پر خواله رسنيو خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې روغتيايي ډلې او پوليس په يوه لارۍ کې له بار کانتينره جسدونه را باسي او په امبولانسونو کې يې ږدي. له يادې لارۍ د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه په خورا ناوړه روغتيايي وضعيت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.
(2022 / 6 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امريکا په ټکزاس ايالت کې له يوې لارۍ د ۴۶ تنو مړي موندل شوي دي. لومړنيو رپوټونو ويلي چې مړه شوي کسان ښايي ناقانونه کډوال وي.
پر خواله رسنيو خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې روغتيايي ډلې او پوليس په يوه لارۍ کې له بار کانتينره جسدونه را باسي او په امبولانسونو کې يې ږدي. له يادې لارۍ د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه په خورا ناوړه روغتيايي وضعيت کې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ياد شمېر کسانو د مړينې علت لا روښانه شوی نه دی خو لومړنيو رپوټونو ويلي چې ښايي ګرمه هوا يې لامل وي. رسنيو ويلي چې د لارۍ چلوونکي تښتېدلي خو پوليسو يې لټون پيل کړی دی.