وزیراعظم شهباز شریف د پاکستاني روپو په بدله کښې د افغانستان څخه د ډبرو واردولو منظوري ورکړې

0
176

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف افغانستان څخه د دډالرو په بدل کښې په پاکستاني روپو باندې دسوپر کريکټيکل کيفيت ډبرو د واردولو منظوري ورکړې او وئيلي يې دي چې دغه اقدام به هيواد ته دقيمتي بهرنۍ اسعارو خوندي کولو کې مرسته وکړي او اقتصادي به پیاړوې شي.

چارواکو وویل، افغان طالبانو لا دمخه پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات زیات کړي او په پلور باندې یې محصولات زیات کړي، ځکه چې دې ډلې موخه درلوده چې د مستقیم بهرنۍ تمویل په نشتوالي کې د کانونو له سکتور څخه ډیر عاید ترلاسه کړي.
د ګل په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د افغانستان څخه هېواد ته د وارد شوي ډبرو د ټرانسپورټي نظام د ښه كولو په اړه غونډه وشوه۔

په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزير نويد قمر، د دفاع وزير خواجه آصف، د توانائي وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير، د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل، د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال، د هوابازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق او د وزيراعظم سلاكار احد خان چيمه ګډون وكړو۔ د خزانې وزيرې ډاکټر عائشه غوث پاشا او اړونده لوړ پوړي حکومتي چارواکي هم موجود وو.

وزيراعظم شهباز شريف په نړيوال مارکيټ کښې د کوئلې په نرخونو د زياتې انديښنې څرګندونه کړې او وئيلي ئې دي چې دا په ملک کښې د کوئلې نه د بجلۍ جوړولو کارخانو نه د ګرانې بجلي پيدا کولو اصلي وجه ده۔

Leave a reply