چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي
وانګ یې دغه راز ویلي چې په چینايي پوهنتونو کې افغان محصلین به بېرته خپلو زده کړو ته راوګرځي او دوی به ژر تر ژره دا زمینه ورته برابروي. ددې تر څنګ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او د جلغوزیو د صادراتو پر ډېرېدو هم خبرې شوې دي.
(2022 / 6 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره تلیفوني خبرې کړې دي.
په دې مکالمه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي.
په پيل کې چینايي لوري په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغان لوري سره شریک کړی او د مرستو ژمنه یې کړه ده.
د دې تر څنګ د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې ژر به افغان سوداګرو ته د چین د وېزو د ورکړې بهیر پيل شي او تر څنګ به یې د چین او افغانستان ترمنځ د مستقیمو پروازونو بهیر هم پیلېږي.