د ایران او امریکا اټومي مذاکرات قطر کې پیلېږي 

0
34

د ایران او امریکا اټومي مذاکرات قطر کې پیلېږي 

وړمه ورځ د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول هم ویلي وو، چې ژر به د امریکا او ایران مذاکرات په یوه خليجي هېواد کې ترسره شي. اوس ایران او امریکا دواړو تایید کړې چې مذاکرات په قطر کې پیلېږي.

 

(2022 / 6 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران او امریکا تایید کړې چې د مذاکراتو نوی پړاو به په دوحه کې پيلېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نوي ویاند رسنیو ته ویلي چې ددغه وزارت سیاسي مرستیال به نن د قطر پلازمینې دوحې ته ځي او د امریکا او ایران ترمنځ به غیر مستقیم مذاکرات پيلېږي.

د ده په خبره په دې مذاکراتو کې د بندیزونو پر لرې کولو بحثونه کېږي او تمه ده چې دواړه لوري د ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي.

اړوند موضوعات: 

اروپايي ټولنې ویلي چې ژر به بیرته د  امریکا او ایران اټومي مذاکرات پیل شي

وړمه ورځ د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول هم ویلي وو، چې ژر به د امریکا او ایران مذاکرات په یوه خليجي هېواد کې ترسره شي. اوس ایران او امریکا دواړو تایید کړې چې مذاکرات په قطر کې پیلېږي.

Leave a reply