ایران ویلي چې امریکا افغانستان کې د قومي جګړې پۀ لټه کې ده
ایران ویلي چې امریکا افغانستان کې د قومي جګړې پۀ لټه کې ده
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د سرپل په بلخاب کې روانه جګړه د امریکا دسیسه ده.
(2022 / 6 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي امریکا په افغانستان کې د قومي جګړې په لټه کې ده.
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د سرپل په بلخاب کې روانه جګړه د امریکا دسیسه ده. د ده په خبره امریکا په دې لټه کې ده چې په افغانستان کې د مذهبي او قومي جګړې لپاره مقدماتي اقدامات ترسره کړي او په دغه هېواد کې نفاق ته لمن ووهي.
نوموړي زیاته کړې چې په بلخاب کې روانې جګړې د هېچا په ګټه نه دي نو ددې اړتیا ده چې د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
له څو اونیو راهیسې د سرپل په بلخاب کې د مولوي مهدي په نامه یوه قومندان له مرکزي حکومت سرغړونه پيل کړې ده، چې افغان چارواکو لومړی خبرو له لارې د ستونزو حل غوښت خو پایله یې نه لرله، چې وروسته یې هلته نظامي عملیات پیل کړي دي.