روسیې د اوکراین پر پلازمینه توغندیز بریدونه کړي دي

روسیې د اوکراین پر پلازمینه توغندیز بریدونه کړي دي
د سرچینې په خبره په پېښه کې پنځه کسان ټپیان دي، خو مالي زیانونه یې بیا پراخ اټکل شوي دي. روسیه داسې مهال دغه بریدونه کوي چې تازه په آلمان کې د نړۍ اووه شتمن هېوادونه د روسیې پر وړاندې د لا ډېرو اقداماتو او بندیزونو د وضع کولو پر سر خبرې کوي.
(2022 / 6 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې د اوکراین پر پلازمینه توغندیز بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې روسي ځواکونو نو پر پلازمینه کیف د توغندیو ګوزارونه کړي دي چې پر یوه مسکوني ودانۍ لګېدلي او ګڼ کسان یې ټپیان کړي دي.
د کېف امنیتي مسوولین وایي چې روسیې بشر ضد جنایت ترسره کړی دی او د ملکي وګړو کورونه یې په نښه کړي دي.
د سرچینې په خبره په پېښه کې پنځه کسان ټپیان دي، خو مالي زیانونه یې بیا پراخ اټکل شوي دي.
روسیه داسې مهال دغه بریدونه کوي چې تازه په آلمان کې د نړۍ اووه شتمن هېوادونه د روسیې پر وړاندې د لا ډېرو اقداماتو او بندیزونو د وضع کولو پر سر خبرې کوي.






