ایران پۀ تېرو درېوو ورځو کې ۴ زره افغان کډوال را ایستلي دي 

0
235

ایران پۀ تېرو درېوو ورځو کې ۴ زره افغان کډوال را ایستلي دي 

ایران یو له هغه هېوادونو دی چې ګڼ افغان کډوال پکې ژوند کوي، خو په وروستیو کې د نړیوالو څېړنو پر بنسټ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د کډوالو بشري حقونو ته هېڅ راز درناوی نه لري.

 

(2022 / 6 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په تېرو درېیو ورځو کې له ایران شاوخوا ۴ زره کډوال را ایستل شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې په تېرو درېیو ورځو کې له ایران شاوخوا ۴ او ۳۷۱ کډوال هېواد ته راغلي چې له دې ډلې شاوخوا دوه زره یې په جبري توګه د ایراني حکومت له لوري ایستل شوي دي.

ایران داسې مهال دغه اقدام کوي چې څو ورځې وړاندې بهرنیو چارو وزارت ددغه هېواد سفیر ته په کابل کې له افغان کډوالو سره د نرم چلند سپارښتنه وکړه.

ایران یو له هغه هېوادونو دی چې ګڼ افغان کډوال پکې ژوند کوي، خو په وروستیو کې د نړیوالو څېړنو پر بنسټ د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د کډوالو بشري حقونو ته هېڅ راز درناوی نه لري.

Leave a reply