سندهه کښې ټاکنې وځنډول شوې

0
94

باغي ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د سندهه په يو شمير وارډونو کښې پولنګ په بيلټ پيپرونو د غلط اميدوارانو د نومونو چاپولو له وجې ځنډولې دې۔

د الېکشن کمېشن د وياند له مخې د سندهـ بلدياتي انتخاباتو کښې د ځينو وارډونو په بيلټ پيپرونو کښې د اميدوارانو نومونه په غلطه توګه چاپ شوي چې له وجې په ځينو وارډونو کښې پولنګ ځنډول شوې دې۔

وياند ووئيل چې اليكشن كمېشن به په دې كټګوريو كښې د بيا ټاكنو لپاره نوے شيډول جاري كوي۔
د وياند په وينا، د ټاکنو کمېشن د رايې ورکولو پر پاڼو د ناسمو نومونو د خپرېدو په اړه د پلټنو امر کړى دى.

نوماندانو د ناسم انتخابي نښان پر ضد لاريون هم وکړو.

بل اړخ ته د نوابشاه پولنګ سټيشن نادرشاه ډسپنسري کښي يو اميدوار د غلط انتخابي نشان په ضد احتجاج کړے دے۔

د تحریک لبیک امیدوار ویلي چې د بیلټ پیپر کرین د انتخابي نښان پر ځای یې د ملکې انځور چاپ کړی دی په داسې حال کې چې په نوابشاه کې د یونین کونسل درې وارډ درې کې آزاد امیدوار د غلط انتخابي نښان د چاپ په ضد احتجاج کړی دی.

دغه آزاد نوماند وايي، چې د ټاکنو نښان يې د پکي پر ځاى د راى پاڼې پر مخ قلف شوى دى.پریزایډنګ افسر د رای ورکولو په مرکزونو کې د غلطو ټاکنیزو نښو سره رایه اچونه بنده کړې ده.

نور خبرونه هم اوګورې

سندهه کښې بلدیاتي ټاکنې، دوه کسان وژل شوي

عمران خان د څوکۍ څخه ما راغورځولې دې: مولانا فضل الرحمان

Leave a reply