پاکستان د آیی ایم ایف څخه د پور اخستلو موده غځولو غوښتنه کړې ده

0
69

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او IMF ترمنځ خبرې به اوس د بودجې له منظورۍ وروسته کېږي چې په کې به د پور تړون لاسلیک شي.

د ماليې وزارت سرچينې وايي، چې د بوديجې تر تصويب وروسته به د IMF او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې د غبرګولي په ٢٨مه ترسره شي، چې وروسته به د پور تړون لاسليک شي.

دسرچينو ترمخه پاکستان د قرضې پروگرام له ٦٦ اربه څخه ٨٨ اربه ډالرو ته د زياتولو غوښتنه کړې ده او د آئي ايم ايف نه يې د يو کال دپاره د قرضې د مودې د غځولو غوښتنه هم کړې ده، پاکستان غواړي دغه پروگرام د ٢٠٢٣ کال په ځاى تر ٢٠٢٤م کاله پورې وغځوي.

سرچينې وائي دراتلونکي مالي کال بجټ به شاوخوا لس زره اربه روپۍ وي، په پيټروليم مصنوعاتو به 11 فيصده سيلز ټيکس دجولائي له لومړۍ نيټې څخه لگول کيږي اؤ په پټروليم مصنوعاتو به 50 روپۍ في ليټر ليوي لگولو فيصله شوې ده.
دسرچينو ترمخه په پټروليم مصنوعاتو په مياشت کې 5 روپۍ في ليټر لگولو اتفاق شوى چې پکې دټيکس ټولولو هدف 7005 اربه روپو څخه 7450 اربه روپو ته رسولو، دګمرک جمع کولو هدف 950 اربه روپو څخه 1005 اربه روپو ته رسولو او زياتولو اتفاق شوى دى. د 3008 روپو څخه تر 3300 ملیارد روپیو پورې د GST راټولولو هدف. موافقه وشوه.

سرچينې زياته کړه چې د انکم ټېکس ټولولو هدف 55 اربه روپۍ ټاکل شوى دى.دسرچينو له مخې په راتلونکو دوو ورځو کې به دپوليسو چوکاټ پاکستان ته وسپارل شي.

Leave a reply