خپله څوکۍ نه پریږدم: د پاکستان کرکټ بورډ مشر
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا په خپل یو بیان کښې ویلي دي چې هغه ي استعفی نه ورکوي.
خبريالانو سره په ويډيو لينک خبرو کې رميز راجه وويل چې د پي سي بي د چيئرمېن پوسټ بايد له سياست سره و نه نښلولې شي.
ده ووئيل پخواني وزيراعظم عمران خان شپږ مياشتې وړاندې د چيئرمېن كېدلو وړانديز كړې وو، اختيارات شته او د چيئرمېن پوسټ نه پرېږدي۔
د پي سي بي چيئرمېن رمیز راجه اوویل او زیاته ی ک ړه چې هيڅوک دې دا فکر نه کوي چې ما ځان د مشرۍ څوکۍ پورې تړلې دې.
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) مشر رمیز راجا د جمعې په ورځ له لومړي وزیر شهباز شریف سره د اړیکو جوړولو په اړه یو بیان خپور کړې وو او هغه ویلي وو چې د کله نه چې عمران خان له څوکۍ ګوښه شوې نو هغه عمران خان سره هیڅ اړیکه نه لري.