د میدان وردګو جغتو ولسوالۍ کې د اوبو شبکې چارې پیل شوې

0
187

د میدان وردګو جغتو ولسوالۍ کې د اوبو شبکې چارې پیل شوې

ياده شبکه د یونیسف ادارې په مالي لګښت د پنځو میاشتو په موده کې د ٤.٣ میلیونو افغانيو په ارزښت رغول کیږي، چې د سیمې اوسېدونکو ته به په ياده موده کې ٢٤٦٨ کاري ورځې رامنځته او ګن شمېر فني او غیر فني کسانو ته به کاري زمینې برابرې کړي.

 

(2022 / 6 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د میدان وردګ کلیو پراختیا ریاست وایي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام تر چتر لاندې د میدان وردګو ولایت، جغتو ولسوالۍ په عبدالرحيم خېلو کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې د رغولو چارې پیل شوې.

ياده شبکه د یونیسف ادارې په مالي لګښت د پنځو میاشتو په موده کې د ٤.٣ میلیونو افغانيو په ارزښت رغول کیږي، چې د سیمې اوسېدونکو ته به په ياده موده کې ٢٤٦٨ کاري ورځې رامنځته او ګن شمېر فني او غیر فني کسانو ته به کاري زمینې برابرې کړي.

د یادولو وړ ده، چې یاده شبکه به د لمریزې بریښنا سیستم په لرلو سره په راتلونکې کې یادو کورنیو ته د نلونو په وسیله پاکې او صحي اوبه ورسوي.

Leave a reply