د نړۍ لویو هیوادونو په روس لوی بندیز ولګولو

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، کاناډا او جاپان پریکړه کړې چې د روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز لګولو پریکړه کړې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا په ګډون څلور هېوادونه غواړي چې په اوکراین کې د روسیې د روان یرغل لپاره د مسکو مالي مرستې په نښه کړي چې له همدې امله څلورو هېوادونو د روسیې د سرو زرو پر وارداتو د بندیز پرېکړه کړې ده.
بريتانيا دغه اقدام د روسيې د ولسمشر پوتين د جنګي ماشين پر زړه بريد بللی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د روسیې د سرو زرو واردات ۱۵،۴ میلیارده ډالره وو، په دې حالت کې بریتانیا وايي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د بندیزونو د مخنیوي لپاره د سرو زرو واردات مهم شوي دي.
پر روسیې د بندیزونو د لګولو پرېکړه په جرمني کې د G7 له سرمشریزې وروسته وشوه چې د امریکا ولسمشر د G7 نورو هېوادونو ته وړاندیز وکړ چې جرمني، فرانسه او ایټالیا هم باید پر روسیې د بندیزونو په لګولو کې برخه واخلي.
بایډن وویل چې د G7 هیوادونه به په ورته وخت کې د روسیې د سرو زرو په وارداتو بندیز اعلان کړي.






