سندهه کښې بلدیاتي ټاکنې، دوه کسان وژل شوي

0
152

باغی ټي وي رپورټ
سندهـ کې د بلدياتي انتخاباتو په لمړي پړاؤ کې په گڼ شمير ځايونو کې حالات ګډوډ شوي دي چې پکې دوه کسان وژل شوي او ګڼ شمير نور ژوبل شوي دي.

په ټنډوآدم کې د یو امیدوار ورور وژل شوی او په سکر کې د جاګیراني ټولنې تر منځ نښته کې یو کس وژل شوی دی.

د پرزائیڈنګ افسر په وینا، قهرجنو کسانو په نوابشاه کې د ټولنیز امنیت د رایې اچونې مرکز ته اور ورته کړی، وسله والو کسانو کارکوونکي یرغمل نیولي او له ټاکنیزو توکو سره تښتېدلي دي.
د ریجنل الیکشن کمشنر نوید عزیز وینا ده چې د پيښې په اړه ایس پي ته په تحریري توګه اطلاع ورکړې شوې ده.

ايس ايس پي سعود مگسي وويل د ملزمانو خلاف کارروائي روانه ده او د 15 نامعلومه کسانو په ضد مقدمه درج کړې شوې ده.

نور خبرونه هم اوګورې

عمران خان د څوکۍ څخه ما راغورځولې دې: مولانا فضل الرحمان

وزیر قانوني وایی د عمران خان د نیب په اړه بیان د دروغو ډک دې

Leave a reply