امریکا کې یو ځل بیا پۀ ډزو څلور کسه وژل شوي دي

امریکا کې یو ځل بیا پۀ ډزو څلور کسه وژل شوي دي
د یاد ایالت پولیسو ویلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ ناوخته ودیرتیک شرکت کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
(2022 / 6 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا په ایلنوې ایالت کې په ډزو څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ایالت پولیسو ویلي چې دا پېښه د شنبې په ورځ ناوخته ودیرتیک شرکت کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ایلنوې ایالت پولیس چارواکو ویلي چې بریدګر د پولیسو له لوري نیول شوی دی او د پېښې په تړاو د پوښتنو ګروېږنو لپاره زندان ته لېږدول شوی دی.
چارواکو دغه راز د پېښې د ټپيانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی. پولیسو د پېښې انګیزه نه ده په ډاګه کړې خو زیاتوي چې تر پلټنو وروسته به خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړي.






