پاکستان تحریک انصاف د ټاکنو کمیشن څخه مهمه غوښتنه کړې ده

0
170

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف ګوند د ووټونو منتقلي په اړه د صوبائي الیکشن کميشن څخه تفصيلات غوښتي دي۔

د پي ټي آئي خيبرپښتونخوا صدر پرويز خټک اليکشن کميشن ته خط استولي دي او د ټاکنو کمیشن څخه ی دا غوښتنه کړې ده.

خط کې وئيل شوي چې شکايتونه ترلاسه شوي چې اليکشن کميشن د حکومت په ملګرتيا سره زياتره ووټونه نورو حلقو ته منتقل کړي دي او زياته کړې يې ده چې ووټران د پي ټي ائي له اجازې پرته نورو حلقو ته منتقل کړل شوي چې پي ټي ائي ته زيان ورسوي.

په مکتوب کې پوښتل شوي چې د ټاکنو کمیسیون پرون څومره رایې انتقال کړې او څومره رایې د رایې ورکوونکو په غوښتنه لیږدول شوي.په ليک کې د ټاکنو له کمېسيون څخه غوښتل شوي چې د رايې ورکوونکو د لېږد په اړه جزئيات ورکړي.
نور خبرونه

د خیبر پښتونخوا حکومت د مزدورانو معاشونو کښې زیاتوالۍ اعلان کړې

د پنجاب پخوانۍ وزیراعلی د صوبایی حکومت په ضد عدالت ته تللې دې

Leave a reply