د خیبر پښتونخوا حکومت د مزدورانو معاشونو کښې زیاتوالۍ اعلان کړې

0
106

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د مزدورانو مياشتنۍ تنخوا له ٢١ زرو نه ٢٦ زره روپو ته د زياتولو اعلان کړى دى.

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د بجټ په اړه د بحث په پای کې د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی محمود خان وویل چې له بده مرغه په پاکستان کې څلویښت کاله دوه ګوندونه واکمن دي. دا دواړه ګوندونه له ۲۳ څخه ۲۰ ځله IMF ته تللي او اوس هم وايي چې د پي ټي ايي لخوا هېواد تباه شو.

نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې دومره ولس دوسته او ولسي بودیجه نه ده ورکړل شوې او نه به هم په تاريخ کې ورکړل شي. کله چې پي ټي ائي حکومت ترلاسه کړو نو ملک په تباهۍ روان وو.

ده د جولائي نه د انصاف فوډ كارډ شروع كولو اعلان هم وكړو او ووئيل چې د غنمو سبسډي لپاره 32 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔

هغه اعلان وکړ چې د پوهنې کارت هم په لاره اچول کیږي. یو لک زده کونکي به د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې وروزل شي. د بورډ امتحان فیسونه هم لغوه کیږي. د صحت انصاف کارډونه غریبان او د اپوزیسیون غړي هم کارولی شي.

ده ووئيل عمران خان په درې نيمو كلونو كښې د هېواد معيشت ښه كړې۔ عمران خان ته د شپې په تیاره کې د حکومت په نسکورولو سره د خپلواکې بهرنۍ پالیسۍ سزا ورکړل شوه. نن د ډالرو د پرواز او لوډشیډنګ حالت د ټولو په مخ دی. نن یو ځل بیا د بجلۍ په نرخ کې 5.75 روپۍ فی یونټ زیاتوالی راغلی.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان وئيلي دي که پي ټي آئي د آئي ايم ايف سره معاهده کړې وي نو معاهده دې مخې ته راشي۔ وفاقي حکومت د قبائيلي ضلعو لپاره 21 اربه فنډونه کم کړي دي۔ هغه څه چې وارداتي حکومت کوي د خیبر پښتونخوا په ګټه نه دي.
هغه وويل چې وفاقي حکومت زمونږ پروژې نه منظور وي. هغه اوویل چې په دغه ولایت کې د مالدارۍ، لایو سټاک لومړنی پوهنتون جوړوي. یو ملیارد ونې کرل شوي دي. د لس میلیارده ونو د کرلو کمپاین اوس روان دی.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي وزيراعلي اوویل چې داورلګيدنې ځينې پيښې طبيعي وې خو ځينې يې قصدي وې خو خوشبختانه هغه ځنګلونه چې به محفوظ ځایونو کښې وو هغه د اور څخه خوندي دي.

نور خبرونه

وزیراعظم شهباز شریف د کراچۍ په سفر تللې

د خیبر پښتونخوا حکومت د افغانستان زلزله ځپلو سره مرستې پیل کړي

Leave a reply