ایران لۀ امریکا څخه د وژل شویو ساینس دانانو د غرامت غوښتنه کړې 

0
34

ایران لۀ امریکا څخه د وژل شویو ساینس دانانو د غرامت غوښتنه کړې 

همداراز د ایران دولتي تلویزون هم د هغه د مړینې د خبر خپرولو پر مهال دغه برید کې د اسراییل لاس لرلو ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې اسراییل له کلونو راهیسې له فخریزاده سره دښمني درلوده.

 

(2022 / 6 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ایران کې یوې محکمې امر کړی چې واشنګټن باید د هغو ایراني ساینس پوهانو کورنیو ته څلور میلیارده ډالر ورکړي چې په تېرو څو کلونو کې ترور شوي.

د محکمې په حکم کې راغلي چې د جنایي تحقیقاتو او اسرائیلي چارواکو د څرګندونو پر اساس ښکاره ده چې دا جرمونه سیهونیستي رژیم کړي.

ایران په اسرائیل او امریکا تور لګوي چې د دې هیواد د مهمو اشخاصو په ترور کې لاس لري چې تازه پېښه یې د محسن فخریزاده ترور و.

د ایران حکومت د فخریزاده په وژل کېدو کې د اسرایيل لاس درلودلو ادعا کړې ده.

همداراز د ایران دولتي تلویزون هم د هغه د مړینې د خبر خپرولو پر مهال دغه برید کې د اسراییل لاس لرلو ادعا کړې ده او ویلي یې دي چې اسراییل له کلونو راهیسې له فخریزاده سره دښمني درلوده.

 

فخریزاده د ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې په تهران کې ووژل شو.

Leave a reply