د حکومت آیی ایم ایف سره خبرې دوام لري

باغی ټي وي رپورټ
د حکومت او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ترمنځ خبرې روانې دي.
د پیسو نړیوال صندوق ویاند ویلي، له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي او د راتلونکې بودیجې په اړه مهم پرمختګ شوی دی.
وياند ووئيل چې په راتلونكي كال كښې د اقتصادي ثبات د ښه كولو لپاره په پالېسيو خبرې روانې دي۔
دسرچينو ترمخه په راتلونکي بجټ کې دټيکس جمع کولو هدف 7 زره 5 اربه روپو څخه 7450 اربه روپو ته په زياتولو اتفاق شوى دى او دګمرک جمع کولو هدف د 950 ارب څخه 1005 اربه روپو ته په زياتولو اتفاق شوى دى.
سرچينې زياته کړه چې په پټروليم مصنوعاتو د مياشتې 5 روپۍ في ليټر ليوي لګولو او د جي ايس ټي جمع کولو هدف له 3,008 اربه روپو څخه 3,300 اربه روپو ته زياتولو اتفاق شوى دى.
دسرچينو ترمخه د انکم ټيکس راټولولو هدف کې د 55 اربه روپو زياتولو اتفاق شوى دى په داسې حال کې چې آئي ايم ايف غوښتنه کړې چې د جولائي له لومړۍ نيټې څخه په پټروليم مصنوعاتو 11 فيصده سيلز ټيکس ولګول شي.
سرچينې وائي ائي ايم ايف په پټروليم مصنوعاتو د 50 روپو في ليټر لیوي مالیه لګولو غوښتنه کړې چې دا به په پټروليم مصنوعاتو د مياشتې 5 روپۍ في ليټر ولګول شي.
دا خبر هم اوګورې
آیی ایم ایف سره د پور په زیاتولو هم یوې معاهدې ته رسیدلي یو: د خزانې وزیر






