د پنجاپ په پخواني وزیراعظم کور اینټي کرپشن ادارې اهلکار چاپې وهلي
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د پخواني اعلی وزیر عثمان بزدار په کور د فساد ضد ډلې چاپه وهلې ده.
د فساد ضد ټيم د عثمان بزدار، تونسه او ډي جي خان په کورونو چاپه وهلې ده.
دپوليسو ترمخه دپنجاب پخوانى وزيراعلي عثمان بزدار دعملياتو په مهال موجود نۀ وو او په بزدار هاوس دعملياتو په مهال څوک نۀ دي نيول شوي.
د لاهور هائي کورټ بهاولپور بنچ عثمان بزدار ته عبوري ضمانت منظور کړی دی.
د یادونې ده چې تیره میاشت د پاکستان مسلم لیګ ن مشر عطا تارړ رسنیو سره خبرو کښې ویلي وو چې مسلم ليګ ن د پنجاب د پخواني وزيراعلي عثمان بزدار د کرپشن په اړه د پلټنو فيصله كړې د او په دې لړ كښې به د کرپشن ضد څانګې سره رجوع كولې شي۔
عطاء تارړ دا هم ویلي وو چې د عثمان بزدار په ضد به درخواست دائر کړو او عمران خان هم د خپلو اختياراتو نه ناجائزه ګټه پورته کړې ده.