د بلوچستان بجټ څخه اولس مطمین دې: وزیراعلی بلوچستان

0
230

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي چې د بلوچستان بجټ د خلکو د خواهشاتو مطابق تيار کړے شوے دے او ټول ترې راضي دي۔

د بجټ غونډې وروستو ميډيا سره خبرو كښې وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو اوويل چې د صوبې د ضرورت مطابق په بجټ كښې مېګا پروژې هم شاملې كړې شوي او د صوبې ټولو سيمو لپاره مساوي فنډونه بېل كړې شوي دي۔

هغه وويل دا لومړى ځل دى چې ټول له دې بجټ څخه راضي دي، نه په اسمبلۍ کې چا د بجټ کاپيانې وغورځولې او نه چا له اسمبلۍ بهر احتجاج وکړو.
د بلوچستان وزيراعلي زياته کړه چې پخوا به په هره بجټ غونډه کې د اپوزيشن ګوندونو په اسمبلۍ کې دننه احتجاجونه کول او په سلګونو خلکو د خپلو غوښتنو لپاره د اسمبلۍ بهر احتجاج کاوه، خو د بلوچستان غړي هم راضي دي، نو په دې اړه د صوبايي وزيرانو د ناخوښۍ خبرې روانې دي. بودیجه بې بنسټه ده.

ده زياته کړه چې وفاقي حکومت دې بلوچستان لپاره زياتې فنډونه ورکړي، هيله لرو چې شهباز شريف دې صوبې ته فنډونه او ميګا پروجيکټونه ورکړي ځکه چې بلوچستان د نورو صوبو په پرتله دوه سوه کاله وروسته دى.

Leave a reply