بلوچستان بجټ، د سرکاري اهلکارو او مزدورانو په معاشونه کښې زیاتوالې شوې

0
244

باغی ټي وي رپورټ
د مالي کال 2013-14 لپاره د بلوچستان صوبايي بجټ 612 ارب 70 کروړه روپۍ وړاندې کړی شوې.

د بلوچستان اسمبلۍ بجټ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيکر بابر موسی خېل په مشرۍ وشوه چې پکې د صوبې بجټ وړاندې شو.
د بجټ سند له مخې د بلوچستان په بجټ کې د مجموعي عوایدو اندازه 528.6 اربه روپۍ او د بجټ خساره 72.8 اربه روپۍ اټکل شوې ده.

بلوچستان ته به د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د وفاقي ټرانسپورټ نه ۳۷۰.۳۳ اربه روپۍ ورکول کېږي، په بجټ کې د حکومتي کارکوونکو په تنخواګانو او پنشن کې ۱۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د بلوچستان پينشن فنډ لپاره 4 اربه روپۍ مختص كړې شوي دي په داسې حال كښې چې د مزدورانو لږ تر لږه مزد 25 زره روپۍ ټاكلې شوې۔

د بلوچستان بجټ کښې د صحت سکټور لپاره 43 اربه روپۍ، د امن او امان لپاره 56 اربه او د تعليم لپاره 83 اربه روپۍ بېلې کړې شوې دي۔


…………………………………..
دا خبرونه هم اوګورې.

د بلوچستان حکومت هم د بجټ منظورې ورکړې ده

د اتحادي ګوندونو حکومت د وفاقي کابینې غونډه، په مهمو چارو خبرې شوي دي

د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت د پیښور پوهنتون فنډ د عمران خان په سیاسي فعالیتونو لګوي: ډاکټر اظهار

Leave a reply