پاکستان هندي کب نیوونکي خوشي کړي

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان حکومت نن سهار په کراچۍ کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې بندي ۲۰ هندي کب نیونکي د ملیر له زندانه خوشې کړل او نن د ګل په ورځ به یې لاهور کښې به واهګه پوله هندي چارواکو ته وسپاري.

د کراچۍ په نېشنل هائي وے لانډۍ کې د ملير ډسټرکټ جيل سپرنټنډنټ محمد ارشد له مخې، شل هندي کب نيوونکي د محکمې پوليسو او د ايدهي فاونډېشن ادارې ته سپارل شوي دي.

د ایدهي فاونډیشن مشر فیصل ایدهي په وینا، ایدهي فاونډیشن د لاهور واګه بندر ته د ۲۰ کب نیونکو د لېږدولو ټول لګښتونه ورکوي.
د وياند ترمخه د ايدهي فاونډيشن لخوا هندي کب نیووني د خاص بس په ذريعه لاهور ته رسولي شوي دي او د جيل پوليس يو ټيم به هم دې هندي وګړو سره په بس کښي موجود وي۔

د پخوانیو کب نیونکو د سفر لګښتونو سربیره د لګښت اندازه او ځینې ډالۍ هم ورکړل شوې.

د رسمي سرچینو له مخې، کب نیونکي د 2018 په جون کې د حکومتي ادارو لخوا د پاکستان اوبو ته په غیر قانوني توګه د ننوتلو او پرته له اجازې کب نیولو په تور نیول شوي وو.

Leave a reply