د تیلو بیعې عمراني معاهدې له امله لوړې شوي دي: مولانا فضل الرحمان

0
282

باغی ټي وي رپورټ
د جميعت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې تير حکومت د آئي ايم ايف سره په سختو شرطونو معاهده کړې وه او وئيلي ئې دي چې ملک کښې د تیلو بیعې او ګراني د عمراني معاهدې په وجه مخې ته راغلې.

سکهر کې د سندهه باب الاسلام کانفرنس ته په وينا کې مولانا فضل الرحمان وويل پخواني حکومت د آئي ايم ايف سره په سختو شرطونو معاهده کړې وه او زياته يې کړه چې د عمران معاهدې له امله ملک کې ګراني راغلې دې.
مولانا فضل الرحمان ویلي چې پخواني حکومت د SBP پیسې IMF ته وسپارلې، دوست هېوادونه هم د عمران خان له امله په غوسه دي.

هغه اوویل چې عمران خان له حکومته ایستل شوی دی اوس ویل کیږي چې یو کمېشن دې جوړ شي، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې دا دې هم معلومه کړې شي چې عمران خان ولې راوستل شو، هغه اوویل چې د بهرنۍ مالي مرستو د مقدمې فیصله لا نه ده اعلان شوې.

Leave a reply