لاهور کښې ضمني ټاکنې، د سیاسي ګوندونو د مشرانو په ګاړو ډزې شوي

باغی ټي وي رپورټ
د لاهور په حلقه پي 167 د ضمني انتخابي کمپاين په مهال د مسلم ليګ (ن) او پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) کارکنان يو بل سره مخامخ شول.
د پي ټي آئي کانديد شبير ګجر د پي ټي آئي په دفتر د حملې ذمه واري د مسلم ليګ نون اميدوار بللې ده۔
شبير ګجر وويل چې د مسلم ليګ (ن) کانديد نذير چوهان له وسله والو ساتونکو او پوليسو سره يوځاى بريد وکړ.
شبیر ګجر تور ولګاوه چې وسله والو ډزې وکړې، وراره یې ټپي شو، چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
هغه په پولیسو هم تور ولګاوه چې په پېښه کې یې ایف آی آر نه دی ثبت کړی.
بل خوا د مسلم ليګ نون کانديد نذير چوهان تور لګوي چې د انتخاباتي کمپاين نه وروستو کور ته په لاره د ده په موټر ډزې شوي دي.
نذیر چوهان وايي چې د ډزو له امله زما موټر ته زیان رسېدلی دی، ډزې د پي ټي ايي شبیر ګجر، خالد ګجر او د هغوی د ملګرو له خوا شوې دي.






