په نړیوال بازار کښې د خام تیلو بیعې راټیټې شوي

0
172

باغی ټي وي رپورټ
په نړیوال بازار کې د سوداګرۍ په جریان کې د خامو تیلو په بیعو کشې نوره کمښت ثبت شوی دی.

د برینټ خام تیل د سوداګرۍ په جریان کې د یو بیلر خام تیلو قیمت د 5.58 ډالر کمښت سره 113.1 ډالرو ته راټیټ شوې دې.

له بلې خوا، د متحده ایالاتو د خام تیل ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ (WTI) د 6.83 ډالرو کمي سره 109.56 د یو بیرل نرخ ته راښکته شوی.
تر دې مخکې کارپوهانو ویلي وو چې د بیو رالویدل په امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو کې د سود د نرخونو د لوړیدو له امله دي ځکه چې پانګه وال د دې اقدام په اړه اندیښمن دي.

د یادونې ده چې په پاکستان کښې په دې لنډ تیر وخت کښې د تیلو بیعې درې ځل لوړې شوي دي، د پیټرولو نرخ په پاکستان کښې ۲۳۵ او د ډیزلو نرخ فی لیټر ۲۶۵ ته اوچت شوي دې چې له امله ی په ملک کښې ګراني هم ډیره شوې ده او د خوراکي توکو قیمتونه ډیر زیات شوي دي، د یو ښار څخه بل ښار ته او په مقامي کچ هم د ګاړو کرایه ډیره اوچته شوې ده.

Leave a reply